پکتیا ولایت کې د برکوچي خېلو استنادي دېوال پروژې چارې ۷۷ سلنه او د نورالدین بابا کلي د ګبیوني دېوال پروژې چارې ۱۸ سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۹:۳۱
1

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د مرکز، ګردیز اړوند د برکوچي خېلو استنادي دېوال پروژې د ودانیزو چارو او د نورالدین بابا کلي د تحکیماتي پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه چې د جلګې خوړ د ټینګښت په موخه پلي کېږي، څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د برکوچي خېلو استنادي دېوال پروژه چې ۲۷۷ متره اوږدوالی لري، ودانیزې چارې یې ۷۷ سلنه او د نورالدین بابا کلي د ګبیوني دېوال پروژه چې ۴۶۴ متره اوږدوالی لري، ودانیزې چارې یې ۱۸ سلنه بشپړې شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۳:۵۲
Background image

د لوګر ولایت د سرخاب بند په سیمه کې د یو باب مسجد د جوړېدو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۱۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سرخاب بند په سیمه کې د یو باب مسجد د جوړېدو چارو له بهیر او د سرخاب بند د کانال له اړوندو سیمو څخه لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۳:۳۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د دوو برېښنا شبکو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۳/۱۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې ریاست او د ختیځ زون انرژي د تنظیم آمریت مسؤلینو په ننګرهار ولایت کې د دوو برېښنا شبکو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۴۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د بند په. . .

بیرته تګ

User account menu