په سمنګان ولایت کې د کاریز سربند پروژې عملي چارې ۸۰ سلنه پر مخ تللي دي.

MEW-Media
eee

دغه پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اوبو مدیریت، د کرنیزو ځمکو خړوبولو او د کاریز کانال د اوبو خوندي کولو په موخه د سمنګان ولایت، ایبک ولسوالۍ په ژوندون دره کې پلي کیږي.

کاریز کانال چې له دغه سربند څخه پيل کیږي ۵۰ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

د یادونې وړ ده چې د ۴۰ زرو په اندازه کسان به ترې په مستقیمه او غیر مستقمه توګه ګټه پورته کوي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu