بغلان ولایت کې د لوی او واړه اجمیر کانال د پاکاري چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۷:۴۰
1

د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محب الله عادل او د دغه ریاست سلاکار محترم انجنیر آصف الله او ورسره مل تخنیکي ټیم د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالي اړوند د لوی او واړه اجمیر کانال د پاکاري چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او همدارنګه یې د ابقول کانال څخه هم لیدنه وکړه.

د نوموړې حوزې رئيس د ابقول کانال د بیارغونې موضوع او د خلکو ستونزې د بغلان ولایت له مقام سره شریکې کړې او د ولایت مقام مسؤلینو اړوندو ریاستونو او همکارو موسسو ته د نوموړي کانال د بیارغونې په برخه کې اړینې لارښوونې وکړې.

User account menu