د اوبو او انرژي وزیر پېژندنه

د ا.ا.ا د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ملا عبداللطیف "منصور" ژوندلیک

123 ښاغلی ملا عبداللطیف "منصور" د شهید الحاج یارمحمد زوی ۵۴ کاله وړاندې د پکتیا ولایت   د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په هیبت خېلوکلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

 لمړنۍ زده کړې یې په خپل پلرني ټاټوبي کې ترسره کړې دي.

 د ۱۳۵۷ هه ش کال د غوایي د میاشتې د اوومې نېټې ترکمونستي کودتا وروسته له خپلې کورنۍ   سره پاکستان ته مهاجر شوی او خپلې لوړې زده کړې یې د دیني علومو په برخه کې   د نورالمدارس، نجم المدارس او دارلعلوم حقانیه په مشهورو مدرسو کې سرته رسولې دي،   چې مشهور استادان یې مولانا عبدالحق(رح)، دیربابا، قاضي عبدالکریم کلاچوي، بابکر ملا   صاحب او مولوي صاحب صالح محمد دي.د دیني زده کړو ترڅنګ یې سیاسي او نظامي زده   کړي هم ترلاسه کړې دي.

د شهید مولوي صاحب نصرالله"منصور"، تر شهادت وروسته د پکتیا ولایت د اوسیدونکو او مجاهدینو  له خوا په اتفاق سره د هغه ځای ناستي او د پکتیا د والي په توګه وټاکل شو. د مجاهدینو په حکومت کې یې د پکتیا والي او مصلح په توګه د ولس خدمت کړی دی.

د طالبانو اسلامي تحریک د تأسیس له پیل څخه له یاد تحریک سره د خپلو ټولو ملګرو په شمول یو ځای شوی او خپل ټول امکانات یې تحریک ته سپارلي دي.

د ا.ا.ا د واکمني په لمړۍ دوره کې یې د هلمند مرستیال والي، د کندهار د ښاروال او د کرهڼې او مالداري د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

پر افغانستان باندې د آمریکا تر یرغل وروسته، د اسلامي امارت په چوکاټ کې د شاهي کوټ د نظامي جبهاتو د عمومي مسئول په توګه وټاکل شو، چې په زرهاوو مجاهدین یې په نظامي مرکزونو کې د جهاد لپاره تربیه او سوق کړي دي.

همدارنګه ښاغلی ملا عبداللطیف "منصور"، د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې د پکتیا، لوګر او ننګرهار د والي ، د سیاسي کمېسیون رئیس، د اسلامي امارت د مشرتابه د دفتر رئيس، د زراعت د کمېسیون رئیس، د اسلامي امارت د رهبري شوری او په قطر کې د مذاکراتي ټیم د غړي په توګه دنده ترسره کړې ده.

له هېواد څخه د آمریکا او ناټو ځواکونو تر اېستلو او د دوهم ځل لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس د هېواد تر بشپړې خپلواکي لاس ته راوړلو وروسته، اوس مهال ښاغلی ملا عبداللطیف "منصور"، د ا.ا.ا په کابینه کې د اوبو او انرژي وزارت دسرپرست وزیر په توګه د خپل هېواد او خلکو د خدمت په لاره کې دنده پرمخ وړي.

User account menu