د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کی د کوچینو ذخیروی بندونو (چک دم) جوړول .

mew-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۵ - ۱۴:۳۴
اخبار

د اوبو او انرژی وزارت په پام کی چه د لمړی ځل لپاره د ۵۶ میلیون دالرو په ارزښټ د ۳۳۴ چک دمونو د جورولو کار په ټول هیواد کی په لاره واچوی.
له همدی امله دغه غونډه چې پرون (4/4/1398 نیټه) د چک دمونو د جوړولو د څرنګوالی په اړه د بحث او همغږی لپاره، د اوبو او انرژی وزارت د FAO په تالار کی جوړه شوی وو، د اوبو او انرژی وزارت سرپرست، د وزارت د اوبو مرستیال، د کابل، هریرود- مرغاب، شمال، هلمند، پنج آمو د سیندیزو حوزو عمومی رییسانو او د دی وزارت د نوړو اړوندو رییسانو برخه اخیستلی وو.
د اوبو او انرژی وزارت سرپرست انجنیر محمد ګل خُلمی د غوندی پرانیسته په ترڅنګ د پروپوزل د جوړولو له امله د وزارت د انجینرانو او د عمومی او فرعی حوزو د رییسانو د کړنو څخه ستاینی کړه او د اوبو مهارول د افغانستان د ملت غوښتنه او اړتیا وبلله.
په ورته وخت کی د اوبو او انرژی وزارت د اوبو مرستیال انجنیر خان محمد تکل د چک دمونو یا د اوبو د کوچینو ذخیروی بندونو د جوړولو څخه موخه د موسمی سیلابونو د ویجارتیاوی څخه مخنیوی، د اوبو د چتکتیا کمول، د اوبو ذخیره کول او د ځمکی لاندی د اوبود کچی لوړول، د څښاک اوبو او کروند ګرو ته د زراعتی اوبو په آسانه برابرول، او په ټوله کی په هیواد کی د اوبو مدیریت وریاد کړل.
د غوندی په ترڅ کی د وزارت د اوبو د پروګرامونو رییس انجنیر فرهاد نورزی د موضوع په اړه د پریزنتیشن د وړاندی کولو په ترڅ کی وویل؛ د هیواد په پنځو سیندیزو حوزوکی د ۳۳۴ چک دمونو د جوړولو سروی او دیزاین بشپړ شوی او د هغی پروپوزل د تدارکاتو ملی اداری او د مالیه یی محترم وزارت ته د لیږلو لپاره چمتو دی.
سره له دی چه د کوچینو ذخیروی بندونو د جوړولو لګښت د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د بودیجی څخه ورکول کیږی. خو بیا هم د پروژو د انسجام ریاست (PCO) چه د ڼریوال بانک لخوا ملاټر کیږی هم په دی برخه کی د مرستو چمتووالی وښود.
د غوندی په اخره کی جلال ناصرفقیریار د کابل د سیندیزی حوزی عمومی رییس، انجنیر نجیب الله جویینی د هریرود-مرغاب، د سیندیزی حوزی عمومی رییس او د نورو عمومی او فرعی سیندیزو حوزو ریسانو د کوچنیو ذخیروی بندونو د جوړولو په برخه کی د خلکو د پراخ هرکلی څخه یادونه وکړه او پدی برخه کی ستونزی او خپل وړاندیزونه بیان کړل چه د اوبو د مرستیال لخوا واوریدل شوی او د هغوی د حل لپاره د مرستی ډاډ ورکر.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۶
Background image

د میدان وردګو ولایت نرخ او دایمیرداد ولسوالیو د لمریزی بریښنا لومړنۍ امکان سنجي او بریښنایې تاسیساتو د معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو.

 د انرژي د تنظیم د چارو د مرکزی زون (بامیان) مسئولینو د لمریزی بریښنا د لومړنۍ امکان سنجي او د برېښنايي تاسیساتو د معلوماتو د راټولولو په موخه د میدان وردګو ولایت ته سفر وکړ.

د سفر پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۳۹
Background image

د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

۴/۹/۱۴۰۴ هـ ل

د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

لوګر ولایت کې د یوه سربند د ساتنې او مراقبت پروژه به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د لوګر د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هغه ولایت په برکي برک ولسوالي کې د یحیی‌خېلو سربند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې. . .

بیرته تګ

User account menu