د اوبو د چارو د تنظيم ملي اداره کې د بريښنايی داوطلبي د پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

mew-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۳:۰
123

د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئيس، انجینر خان محمد تکل په مشرۍ د بريښنايی داوطلبي د سیستم پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه چې د ملي تدارکاتو د بريښنايی څارنې معین، د ملي تدارکاتو ادارې او د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې يو شمېر رئيسانو او متخصیصینو ګډون درلود تر سره شوه.

په دغه جلسه کې د ملي تدارکاتو ادارې کار شناسانو د بريښنايی داوطلبي سیستم په اړه لازم معلومات وړاندې کړل.

د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئيس د تدارکاتو د پروسې بريښنايی کول د روڼتيا په لور يو مثبت ګام ياد کړ.

همدارنګه ښاغلي تکل صاحب ټينګار وکړ چې د اوبو د چارو د تنظيم ملي اداره يو مسلکي ټيم دې د تدارکاتو ملي ادارې په همکارۍ به ژر تر ژره د دغه پروسې په پلي کولو کار وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۶
Background image

د میدان وردګو ولایت نرخ او دایمیرداد ولسوالیو د لمریزی بریښنا لومړنۍ امکان سنجي او بریښنایې تاسیساتو د معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو.

 د انرژي د تنظیم د چارو د مرکزی زون (بامیان) مسئولینو د لمریزی بریښنا د لومړنۍ امکان سنجي او د برېښنايي تاسیساتو د معلوماتو د راټولولو په موخه د میدان وردګو ولایت ته سفر وکړ.

د سفر پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۳۹
Background image

د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

۴/۹/۱۴۰۴ هـ ل

د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

لوګر ولایت کې د یوه سربند د ساتنې او مراقبت پروژه به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د لوګر د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هغه ولایت په برکي برک ولسوالي کې د یحیی‌خېلو سربند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې. . .

بیرته تګ

User account menu