د فراه ولایت مرکز اړوند د دارآباد د سفلی تحکیم کارۍ پروژې دویمه برخه چې د ۵ میلیونه او ۲۲۵ زره افغانیو په ارزښت د اوبو او انرژۍ وزارت سر پرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی او د ساختمانی او انجنیرﻱ شرکت رییس حلیم حمید تر منځ لاسلیک شو.

tajuddeen
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۲ - ۸:۲۶
MEW

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلي انجنیر محمد گل خُلمي د دغه پروژې د قرار داد د لاسلیک کولو پر وخت د ورستیو اورښتونو په اړه خوشحالي څرگنده کړه او ويې ویل، له نیکه مرغه ورستیو اورښتونو مونږ اود افغانستان خلک هیله مند کړي یوو، چې له امله د هلمند هامون سیند د اوبو څخه ډک کړي چې دا د شکر او خوشحالي ځای دی . د اوبو او انرژۍ وزارت سر پرست د خپلو خبرو په دوام کی وویل ،د اوبو او انرژۍ وزارت د دوو سکتورونو چې اوبه او انرژي دي، پر مخ بیولو ته ژمن دی. دفراه ولایت د دارآباد سیندونو د تحکیم کاری پروژه د دغه وزارت یو له هغو پروژو څخه ده چی کولای شي دفراه ولایت د اوبو سرچینو په مدیریت کې مؤثره تمامه شي . ښاغلي خُلمي د خپلو خبرو پای کې د پروژی په کیفي تطبیق ټینگار وکړ او د قراردادي شرکت له مسول څخه يې وغوښتل چی له ژمنې سره سم چی د دغه قرارداد په اسنادو کی ذکر شوي د یادې پروژې کار په ښه کیفیت او ټاکلی وخت سرته ورسوي. وروسته د ساختماني او انجنیری شرکت رییس عبدالحلیم خبری وکړی او د دغه وزارت د رهبرۍ له کړي باور څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې، د دغه پروژی سپارل شوی کار به په ښه کیفیت او ټاکلی وخت سر ته ورسوي،د یادولو وړ ده چې، د فراه ولایت د دارآباد د سیندونو د تحکیم کاری پروژه هغه پروژه ده چی ۴۵۰متره اوږدوالی لري او د دوست هیواد هندوستان په مرسته د ۵میلیونه او ۲۲۵زره افغانیو په لگښت په ۱۲میاشتو کی تطبیقیږی . د دغه پروژې په بشپړیدو سره به ۵۰۰کورنۍ دوه بابه جوماتونه او ۶۰۰جریبه ځمکه به د سیلابونو د خطراتو څخه وژغورل شی..

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۹
Background image

کابل منځنۍ سیندیزه فرعي حوزه کې خلکو ته د پر وخت او آسانه چوپړتیاوو د وړاندې کولو په هکله ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا احسان الله حقیار او د اوبو رسونې او ښاري فاضلابو رئيس محترم انجنیر شفیع الله زاهد ترمنځ د نوموړې سیندیزې فرعي حوزې ریاست د تخنیکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

بیرته تګ

User account menu