د میدان وردګ ولایت یو شمېر قومي مشرانو د اوبو له معین سره په لیدنه کې د چغرې کلي د اوبو زیرمه کولو بند د جوړولو غوښتنه وکړه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۷:۸
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې ولسوالي قومي مشرانو په چغرې کلي کې د اوبو زیرمه کولو بند د جوړولو غوښتنه کړه.

په ورته مهال، د اوبو محترم معین په دغه لیدنه کې د نوموړې ولسوالي قومي مشرانو ته وویل، چې په نوموړي کلي کې د اوبو زیرمه کولو بند جوړول به د تخنیکي پروسو مراحلو له طی کولو وروسته په پلان کې شامل شي.

د یادونې وړ ده، چې د نرخ ولسوالي د چغرې کلي د اوبو زیرمه کولو بند تخنیکي سروې د اوبو او انرژي وزارت له لوري ترسره شوې وه.

User account menu