د ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی د ځینو کورنی او بهرنی پانګه اچونکو سره لیدنه

mew-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲ - ۱۲:۱۶
mew

د ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی د ځینو کورنی او بهرنی پانګه اچونکو سره لیدنه .
د اوبو او انرژی وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی، د آذربایجان جمهوری اس تی پی نړیوال د بازار موندنی شرکت مسوول ښاغلی ناطق فت علیوف، د اقتصادی شورا غړی او افغان جرمن کنسول رییس ښاغلی جلال الدین سعید، د افغانستان د نړیوال سوداګری خونی معاون او د لوی پکتیا د سوداګری خونی رییس ښاغلی ضیاالحق وزیرزی په هیواد کی د اس تی پی او باکو کیبل تولیدی شرکتونو رسمی استازی ښاغلی محمد همایون په خپل کاری دفتر کی لیدنه او خبری وکړی. 
د اوبو او انرژی وزارت سرپرست د میلمنو د راتګ څخه هرکلی د اوبو او انرژی وزارت د پروژو په پانګه اچونی ځرنګوالی باندی خبری وکړی او ویی ویل د جلالتمآب جمهور رییس د فرمان په مطابق د اوبو او انرژی پروژو په خصوصی سکټور کی زمینه مساعده شوی. 
ښاغلی خُلمی د کورنی او بهرنی پانګه اچونکو څخه غوښتنه وکړه تر څو د شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړی او د هیواد د اوبو او انرژی په پروژو باندی پانګه اچونه وکړه.
وروسته د آذربایجان جمهوری اس تی پی نړیوال د بازار موندی شرکت مسوول ښاغلی ناطق فت علیوف، او هر یوه شته پانګه اچونکی میلمنو خبری وکړی او د علاقمندی اظهار یی وکړ تر څو د افغانستان د اوبو او انرژی په سکټور باندی پانګه اچونه وکړی.
.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۶
Background image

د میدان وردګو ولایت نرخ او دایمیرداد ولسوالیو د لمریزی بریښنا لومړنۍ امکان سنجي او بریښنایې تاسیساتو د معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو.

 د انرژي د تنظیم د چارو د مرکزی زون (بامیان) مسئولینو د لمریزی بریښنا د لومړنۍ امکان سنجي او د برېښنايي تاسیساتو د معلوماتو د راټولولو په موخه د میدان وردګو ولایت ته سفر وکړ.

د سفر پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۳۹
Background image

د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

۴/۹/۱۴۰۴ هـ ل

د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

لوګر ولایت کې د یوه سربند د ساتنې او مراقبت پروژه به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د لوګر د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هغه ولایت په برکي برک ولسوالي کې د یحیی‌خېلو سربند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې. . .

بیرته تګ

User account menu