د کابل ښار د ځمکې لاندې د اوبو د مصنوعي تغذیې د مدیریت پروژې د رهبری کمیټې څلورمه ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۹:۸
news

د لیندۍ میاشتې په ۱۹ نيټه د سه شنبه په ورځ ، د کابل ښار د ځمکې لاندې د اوبو د مصنوعي تغذیې د مدیریت پروژې د رهبری کمیټې څلورمه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال ښاغلي انجنیر خان محمد تکل، د ولسمشر ستر سلاکار عبدالحمید هلمندي، د کمیټې نورو اړوندو د ادارتو استازو په حضور سره د کابل ښار د اوبو د وضعیت څیړولو، د اړوندو ارګانونو سره د مرستی او همغږي رامنځته کولو، د پلانونو په برخو کې خبرې اترې او د هغه د لاندې تللو څخه د مخنیوي لپاره د حل لار ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د کابل ښار په ډیرو ساحو کې د ځمکې لاندې د اوبو د لاندې تللو څځه خبرداری وړکړ او د هغه مخنیوي لپاره یې د حل لار عملی کولو ته اړین څرګنده کړه.

همدارنګه ښاغلی تکل په کابل ښار کې د ځمکې لاندې د اوبو زیرمو د مصرف او تغذیه کې توازن کې هم توپیر په ګوته کړ او د هغه د لاندې تللو څخه د مخنیوي اقداماتو په پلي کولو کې ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې، د اوبو او انرژي وزارت د هایدروجیالوجی رییس ښاغلی سید ولی الله عاقلی د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ډیری سوداګریزو او ناقانونه اوبو مصرف کوونکو د پیژندلو څځه خبرداری وړکړ هغه د ځمکې لاندې اوبو سرچینو لپاره د مصنوعي تغذیې پروژې رامنځته کول په ګوته کړ او د دې ریاست پلانونه یی تشریح کړل.

په دوام سره د کابل ښار د ځمکې لاندې د اوبو د مصنوعي تغذیې د مدیریت پروژې د کمیټې یو شمیر کارپوهانو د ځمکني لاندې د اوبو پروژې د عمومي وضعیت، نظارتی شبکې، ټولنیزې او اقتصادي سروې، جیو تخنیکي مطالعاتو او ځمکني اوبو ماډل تازه کول او د ځمکې لاندې اوبو د لاندې تللو معلومات او د اوبو د سطحو د لاندې تللو څخه ځمکې ناستې په اړه توضیحات وړاندې کړل.

د کابل ښار د ځمکې لاندې د اوبو د مصنوعي تغذیې د مدیریت پروژې کمیټې د لاندې اداراتو څخه تشکیل شوی ده لکه د اوبو او انرژي وزارت، د کرنې وزارت، د ښاري کانالیزاسیون، د آسیا پراختیایی بانک(ADB)، USAID او نور اړوندو ارګانونه چې په ګډه کار کوي په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه تغذیه کوي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu