د ۲۶ چکډمونو د ودانولو د پروژه د قراردادنو لاسلیک

mew-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۹:۳۵
123

د اوبو د چارو د ملي ادارې له خوا د ۱۳۸ ملیونه افغانیو په ارزښت د ۲۶ چکډمونو د ودانولو د پروژه د قراردادنو لاسلیک

د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل نن د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۴ نیټه د ۲۶ چکډمونو (د اوبو د زیرمه کولو کوچني بندونه) د ودانولو قراردادونه د خصوصي سکټور له شرکتونو سره لاسلیک کړل.
دغه پروژې د
۱۳۸ ملیونه او ۹۵۴ زره او ۸۶۸ افغانیو په لګښت، د هېواد په نهو ولایتونو ( هرات، بادغیس، پنجشیر، کابل، هلمند، فاریاب، غزني، لوګر او فراه) کې پلې کیږي.
د اوبو د چارو د تنظیم د ادارې عمومي مشر، ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د اوبو مدیریت د افغانستان له اساسي اړتیاو او د دې ادارې له مهمو مسئولیتونو څخه وباله، او زیاته یې کړه: دغه پروژې د اوبو د مدیریت په موخه پر لاره اچول شوې چې له پلي کېدو سره یې څه باندې یو ملیون متر مکعبه سطحي اوبه په یادو ولایتونو کې کنترول او څه باندې زر هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کوي.
همدارنګه په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازې، آغلې هما احمدي د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې څخه د یادو پروژه د پلي کولو په خاطر مننه وکړه او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو د ښه مدیریت او د اقتصادي ودې په موخه د ورته پروژو پلي کول یې اغیزمن وګڼل.
په ورته وخت کې د خصوصي شرکتونو په استازیتوب ښاغلي شفیق الله لودین، په ټاکل شوې موده کې د پروژو د ښه او با کیفیته تطبیق لپاره خپله ژمنه اعلان کړه.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژو له پلي کېدو سره به
۱۰ زره کورنۍ د هغې له ګټو څخه برخمنې شي.
--------

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۶
Background image

د میدان وردګو ولایت نرخ او دایمیرداد ولسوالیو د لمریزی بریښنا لومړنۍ امکان سنجي او بریښنایې تاسیساتو د معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو.

 د انرژي د تنظیم د چارو د مرکزی زون (بامیان) مسئولینو د لمریزی بریښنا د لومړنۍ امکان سنجي او د برېښنايي تاسیساتو د معلوماتو د راټولولو په موخه د میدان وردګو ولایت ته سفر وکړ.

د سفر پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۳۹
Background image

د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

۴/۹/۱۴۰۴ هـ ل

د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

لوګر ولایت کې د یوه سربند د ساتنې او مراقبت پروژه به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د لوګر د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هغه ولایت په برکي برک ولسوالي کې د یحیی‌خېلو سربند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې. . .

بیرته تګ

User account menu