فاریاب ولایت کې د قره شیخي کانال لومړنۍ سروې ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۱:۱۵
1

د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې او د اکتید موسسې تخنیکي مسؤلینو د فاریاب ولایت په خواجه شیرین تګاب ولسوالي کې د قره شیخي کانال لومړنۍ سروې ترسره کړه.

په ورته مهال، د نوموړې حوزې مسؤلینو په پښتونکوټ ولسوالي کې د قزلقول سربند او د امام صاحب پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوند مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

ټاکل شوې ده، چې نوموړې پروژې ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu