په اوبو او انرژی وزارت کی د تطبیق او نظریاتی هایدرولوژی په اړه یو ورځنی ورکشاپ دایر شو..

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۱۷ - ۱۰:۷
اخبار

د دی یو وزځینی ورکشاپ موخه دا ده چی په هیواد کی د هایدرو لوژی خدماتو د پراختیا لپاره عملی پلانونه چمتو کړی.
د اوبو او انرژی وزارت د ابو مرستیال ښاغلی انجنیرخان محمد ټکل ګډونوالو ته ښه راغلاست په څنګ کی وویل: په هیواد کی د دقیق آمار او ارقامو ته لاسرسی د هایدرولوژی په برخه کی یی اړین وباله او ویی ویل: د اوبو سرچینو مدیریت په هیواد کی اړین دی ترڅو موږ د هیواد په سیندیزو حوزو کی د آمار او ارقامو د راټولولولپاره هایدرولوژی استیشنونو ولرو چی خوشبختانه د پروژو د همغږی ریاست او د FAO دفتر په مرستی په دغه برخه کی د اړتیا وړ اقدامات ترسره کړی . سره له دې، موږ اوس هم د هغو ارقامو او آمارو په راغونډولو کې ستونزې لرو چې اړتیا شته ترڅو نور کوښښونه پدی برخه کی وکړی.
همدارنګه ښاغلی ټکل د نړیوالو متخصصینو د شتون لپاره ستاینه وکړه ترڅو خپل پرزنتیشنونه وړاندې کړي.
په دوام سره د اوبو او انرژی وزارت د همغږۍ ریاست رییس ښاغلی انجنیر غلام محمد عارفی، د هايډولوژي په ساحه کې د EIRP او IRDP په پروژو کې د دې رياست لاسته راوړنو په اړه خبری وکړی او ویی وويل:موږ په تیرو دیرش کلونو کی یو جدی دهایدرولوژی آمار او ارقامو خلا سره مخ یوچی دغه مسله په بیلابیلو سکټورونو کې ډیری ستونزې رامنځ ته کوي، په ځانګړې توګه د اوبو سرچینو په مدیریت کی چی د سیلاب مدیریت او نورې مسلې یی منځ ته راوړی دی. په خوشبختۍ سره، د EIRP په پروژه کې، موږ د هیواد په ټولو حوزو کې د هایدولوژی لپاره د بیارغونې پروګرام تر پلان لاندی نیولی دی چی یو شمیر یی بشپړ شوی اویو شمیر کار تراوسه د IRDPپه پروژی کی دوام لری.
زموږ په وروستۍ برخه کې 174 سټیشنونونصبول او فعاله کول، چې تراوسه یې 125 نصب شوي او ګټی اخیستنی ته سپارل شوی دی.
بیا ښاغلی Mr. Rautد هایدرولوژی نړیوال متخصص خپل پریزینتشن د(نظري او پلی شوی هایدرولوژی معرفی ) او (د عملي ستونزو برسی کول او د دوی د حل لپاره هایرولوژیکی مدلونه ارایه کول) ګډونوالو ته وړاندی کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۶
Background image

د میدان وردګو ولایت نرخ او دایمیرداد ولسوالیو د لمریزی بریښنا لومړنۍ امکان سنجي او بریښنایې تاسیساتو د معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو.

 د انرژي د تنظیم د چارو د مرکزی زون (بامیان) مسئولینو د لمریزی بریښنا د لومړنۍ امکان سنجي او د برېښنايي تاسیساتو د معلوماتو د راټولولو په موخه د میدان وردګو ولایت ته سفر وکړ.

د سفر پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۳:۳۹
Background image

د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

۴/۹/۱۴۰۴ هـ ل

د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

لوګر ولایت کې د یوه سربند د ساتنې او مراقبت پروژه به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د لوګر د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هغه ولایت په برکي برک ولسوالي کې د یحیی‌خېلو سربند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې. . .

بیرته تګ

User account menu