په لوګر ولایت کې د 7 چکډمونو پروژې د نږدې 17 میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
1

نوموړې پروژې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د لوګر والي محترم مولوي ضیاءالرحمن مدني، د اسلامي امارت لوړپوړو مسئولینو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

ددغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړو پروژو د ارزښت په هکله خبرې وکړې او د یادو پروژو د پلي کولو موخه یې د اوبو مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا وبلله.

د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د افغانستان اسلامي امارت له بودجې څخه د اوبو د مدیریت، د موسمي سیلابونو د کنترول او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه د لوګر ولایت په برکي برک، خوشي، خروار او څرخ ولسوالیو کې پلې شوې.

د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره 500 کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه او نوموړي چکډمونه په ټولیزه توګه د 36 زره متر مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا لري.

User account menu