په هلمند ولایت کې د سنګین کانال او د هلمند سیند څنډو د تحکیم پروژې چارې ۲۵ سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱
1

۱۴۴۸/۶/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۳۰ هـ.ل

د هلمند سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سنګین ولسوالي اړوند په میان‌رودي سیمه کې د سنګین کانال او د هلمند سیند څنډو د تحکیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې په ټولیزه توګه د شاوخوا ۲۷۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۲۵ سلنه بشپړې شوې دي.

په دغه پروژه کې د ۵۱۵ متره په اوږدوالي د سیند څنډو تحکیم او د ۵۱۵ متره په اوږدوالي د یاد کانال بنسټیزه رغونه شامله ده.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۶:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزارت په مقر کې علمي او اصلاحي غونډه ترسره شوه

 

 

۱۴۴۸/۶/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۴ هـ.ل

د اوبو او انرژي وزارت دغونډو په تالار کې د محترم الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د (١٤٠٥)کال د دیني زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۳۹
Background image

په لوګر ولایت کې دوه پروژې د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

 

۱۴۴۸/۶/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۴ هـ.ل

په لوګر ولایت کې د وزیر کلي کانال پروژه او په بابوس سېمه کې د شولک چکډیم پروژه د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او د لوګر سیندیزې فرعي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۴۲
Background image

د سرپل ولایت د بحر عمیق ترناب او کانال پروژې چارې ۸۲ سلنه بشپړې شوې دي

 

۱۴۴۸/۶/۱۴ هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۹/۴ هـ.ل

د سرپل سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سوزمه‌قلعې ولسوالي اړوند د بحر عمیق ترناب او کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر لا ښه. . .

بیرته تګ

User account menu