د اوبو او انرژي وزارت په مقر کې علمي او اصلاحي غونډه ترسره شوه
۱۴۴۸/۶/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۴ هـ.ل
د اوبو او انرژي وزارت دغونډو په تالار کې د محترم الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د (١٤٠٥)کال د دیني زدهکړو آزموينې د ممتازو کارکوونکو لپاره د ستاینلیکونو د وېش علمي او اصلاحي غونډه تر سره شوه.
په یاده غونډه کې د اوبو او انرژي وزير محترم الحاج ملا محمد يونس اخندزاده صاحب، معین صاحبانو،سلاکار صاحبانو،رئیس صاحبانو او د وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو.
وزير صاحب د غونډې ګډونوالو ته وویل چې ټینګ ایمان،پخه عقيده، اطاعت او ریښتینولي د اسلامي نظام د بریالیتوبونو له مهمو عواملو څخه دي او کارکوونکي يي د اسلام د سپیڅلي دین د لارښوونو مراعاتولو، د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د سیرت او سنتو پيروي، د دیني او عصري علومو زده کړې او د دین او هیواد پر وړاندې د خپلو مسؤولیتونو د تر سره کولو په موخه وهڅول.
همدارنګه هغه د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو او احکامو پر اطاعت او د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر اهمیت ټینګار وکړ.
د دغې غونډې په پای کې هغو ممتازو کارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول چې د دعوت او ارشاد د ښوونیز نصاب په لومړي پړاو آزموینه کې یې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې.
یاده غونډه د دعائیې په ویلو سره پایته ورسېده.
