د ذکه کانال او سربند اصلاح او بیا رغونه

MEW-Media
zaka

د ذکه کانال د سرپل ولایت په مرکز کې موقعیت لری او دا کانال د ۶۰۰.۱۷۵ امریکایی ډالرو په ارزښت د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د IRDP پروژی لخوا او د نړیوال بانک په تمویل سره جوړ شوی ده. د اوبو مدیریت کول، د کرنیزو ځمکو زیاتوالی، دندې رامنځته کول او د چاپیریال ښه کولو په منظور تر لاس لاندی نیول شوی دی. د ذکه کانال پخوا د ۱۳۲۹ هکتارو ځمکو خړوبولو ظرفیت درلود د بیارغونې وروسته د ۱۶۷۵ هکتارو ځمکو خړوبولو ظرفیت لری.

د یادونې وړ ده چې د ذکه پروژې چارې بشپړی او ګټی اخیستنی ته سپارل شوی دی.

.

User account menu