په هرات ولایت کې د تېزان کانال پروژې عملي چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوي دي.
دغه پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له لوري د اوبو لګولو او کرنیزو ځمکو د زیاتوالي په موخه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې په لاره اچول شوي دي.
د دغې پروژې په پلي کولو سره به د تېزان کانال د ۲۰ کیلو مترو په اندازه ورغول شي، چې ۴۸۲۱ هکټاره ځمکه به خړوبوي.
د دغه کانال څخه به ۴ زره او ۷۶۰ کورنۍ ګټه پورته کوي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره