د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

mew-admin
1

د 1402 لمریز کال د غبرګولي دمیاشتې له 1 نېټې څخه تر 2 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل!

📡🌐د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې او څيړنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې دنسبتاً د تیزو بارانونو او واوری دورېدلو له امله  د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو، شمال او کابل) سينديزو حوزو کې شوی دی.

په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونه دواقع کېدلو احتمال د بارانونو او وارې د وېلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړي توګه د (کوکچه، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، فاریاب، جوزجان، پنجشیر، غوربند، کنر او لغمان) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه کړل شوي دي.

Latest announcements

Wed, Aug 23 2023 12:47 PM
Background image

IMPORTANT NOTICE 

To all audiences and mass media!...

Wed, Dec 28 2022 3:22 PM
Background image

Awareness message ⚠🚿💭

Estimates of water level rise...

Sat, Jul 23 2022 8:26 PM
Background image

Media advisory

Kabul-Afghanistan: Kabul based journalists are cordially invited to attend a press conference by Ministry of Water and Energy...

Back to announcements

User account menu