د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

mew-admin
1

د 1402 لمریز کال د غبرګولي د میاشتې له 3 نېټې څخه تر 4 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ساحو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل!

📡🌐د اقلیمي بدلون د اغېزو، او د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د ارقامو د مقايسوي تحلیل او تجزیې په اساس، همدارنگه د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او معتبرو بین المللي وړاندوینو ارگانونو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې نسبتاً د تیزو بارانونو او واورې د ورېدلو له امله د (پنج آمو، شمال او کابل) سينديزو حوزو کې د سيلابونو اټکل شوی دی.

⏲په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د واقع کېدو احتمال د واورې د ويلې کېدو او ورښتونو له کبله د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړي توګه د (کوکچه، تالقان، بغلان، سمنگان، پنجشیر، غوربند، کنړ او لغمان) سیندونو پر مسير او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیل رونو کې امکان لري.

👥 په همدې اساس له هغو ټولو هېوادوالو چې په ذکر شوو سیمو کې اوسېږي، هیله کيږي تر څو بشپړه آګاهي ولري، او سیندونو ته له نیږدې کیدلو څخه ډډه وکړي، او همدا رنګه د پورتنیو سیمو د اوسيدونکو څخه غوښتنه کېږي چې د سیل د راوتلو او د اوبو د سطحې د لوړوالي په صورت کې د ښکته سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي؛ تر څو خلک د انساني زیانونو څخه با خبر اوسي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه کړل شوي دي.

Latest announcements

Sun, Oct 04 2026 3:19 PM
Background image

REQUEST FOR PROPOSALS

Procuring Entity

Ministry of Water and Energy of Afghanistan (MEW) (As a Facilitator)

Funded By

Residents of the beneficiary . . .

Wed, Sep 16 2026 8:51 AM
Background image

Clarification#1 about Upgrading of Dahla Multipurpose Dam project

Assignment Title: Review, Verification and Technical Certification of the Detailed Design of Dahla Dam Raising, Two Spillway Packages, Six Saddle Dams and Associated Work

 

Project ID . . .

Mon, Sep 07 2026 4:10 PM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSION OF INTEREST

Procuring Entity

Ministry of Water and Energy of Afghanistan (MEW)

Funded By

Ministry of Finance of the Islamic Emirate of . . .

Back to announcements

User account menu