د “وت  “ اوبو لګولو بند  لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوه.

mew-admin
Sat, Dec 27 2025 2:49 PM
1

د غزني ولایت په آب بند ولسوالي کې د وت ذخیروي او اوبو لګولو بند لومړنۍ تخنیکي، ټولنیزه، چاپېریالي او ټوپوګرافیکه سروې ترسره شوه.

 یاد بند به د سېلابونو کنټرول، د ځمکنیو اوبو چارج او د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره جوړ شي.

د بند کاسه د ۳۰ میلیونه مکعب متره اوبو د ذخیرې ظرفیت لري او له تطبیق وروسته به شاوخوا ۱۵۰۰۰ تنه مستقیماً ورڅخه ګټه واخلي.

همداراز د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم ، قره ‌باغ ولسوالي کې د زردالو ذخیروی بند د جیوتخنیکي څېړنیزو چارو څخه څارنه وکړه ، تر دې مهاله  له ۹ پلان شویو برمو څخه ۶ بشپړې شوې او پر اوومې برمې کار روان دی

په سیمه کې د جیوتخنیکي چارو ۸۰٪ برخه بشپړه شوې ده  همدا راز د بند د محور لاندې طبقې د ډاډ وړ بلل شوې دي.

User account menu