د پوهاوي پیغام⚠️🚿📢💭🚦
د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم ۱۹ نېټې څخه تر ۲۱ نېټې پورې د هېواد د حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.
📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغېزو، د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د نړیوالي هواپېژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو او واورې له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هلمند، هریرود، شمال، پنج آمو و کابل) حوزو کې او اړوند سیلبرونه شوی دی.
🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (هرات، غور، بادغیس، دایکندی، سرپل، فاریاب، بلخ، سمنګان، بامیان، بغلان، تخار، بدخشان، ارزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردک، کابل، پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کنړ او نورستان) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.
👮👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي ترڅو له ځانې او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.
يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي.
