د غزني په ولایت کې د خنجر ګبیوني دیوال چارې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه پروژه چې د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې له لوري د کرنیزو ځمکو له تخریب څخه د مخنيوي په موخه د غزني ولایت پّه مرکز کې په لاره اچول شوې وه، بشپړه او د پلان سره سم تطبیق شوې دی.
ددې دیوال په تطبیق سره ۲۵۰ جریبه ځمکه له تخریب څخه ژغورل کېږي او له رغونې وروسته ترې ۱۲۰۰ کورنئ ګټه پورته کوي.