ناکامورا، د اوبو او ابادۍ سرود!

MEW-Media
۹۹

له نن څخه یو کال وړاندې زموږ هېواد خپل يو خواخوږي چې د اوبو د مهارولو په برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې سره له موخو سره همغږي فعالیتونه درلوده، پوره يو کال وړاندې په جلال‌ آباد ښار کې له خپلو درېيو ساتونکو سره يو ځای د نامالومو کسانو له لوري ووژل شول.

ډاکټر تتسو ناکامورا چې په کاکا مراد مشهور او د PMS په نوم د يوې جاپانۍ خيريه موسسې رئيس و. افغان دولت د دغه جاپاڼي ډاکټر خدمتونو ته د درنښت په هدف نوموړي ته د افغانستان افتخاري تابعيت هم ورکړی و.

کاکا مراد پر خپلو نورو بشر دوستانه مرستو سربېره په افغانستان کې د کرنيزو ځمکو خړوبولو او دغه راز د اوبو کانالونو جوړلو په برخه کې هم بنسټيز کارونه کړي دي.

ناکامورا د خپلو زحمتونه په شان ښایستونه په میراث پریښودل، نیکمرغه هغوی دي چې د خدای ج طبیعت ښکلی کړي، داسې ښکلی چې د هغه مخلوقات یې په لیدلو د سکون ساه واخلي، او انسانان یې په لیدلو خوشاله او مرغان يې د ونو پر شنو لښتو په خوږو نغمو د خپل خالق ذکر کوي. بدبخته هغوی دي چې د خدای ج ښایسته طبعیت یې بدرنګه کړ، د طبیعت لورګانې (ونې) یې وسوزولې او نغمه ګر مرغان یې بې کوره کړل.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې مشرتابه د ډاکټر ناکامورا د کړنو ستاینه کوي او دده پاتې هڅې بشپړوي. او هغه د افغانستان په تاریخ کې ځلانده او تل پاتې څېره یادوي او همدارنګه د خپلې خواوږۍ مراتب د هغه کورنۍ، خواخوږو، افغان_جاپان ولسونو او د اوبو او ابادۍ لارویانو ته وړاندې کوي.

ستا نوم به تل د یوه خدمتګار انسان په توګه یادیږي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

Latest announcements

Sun, Oct 04 2026 3:19 PM
Background image

REQUEST FOR PROPOSALS

Procuring Entity

Ministry of Water and Energy of Afghanistan (MEW) (As a Facilitator)

Funded By

Residents of the beneficiary . . .

Wed, Sep 16 2026 8:51 AM
Background image

Clarification#1 about Upgrading of Dahla Multipurpose Dam project

Assignment Title: Review, Verification and Technical Certification of the Detailed Design of Dahla Dam Raising, Two Spillway Packages, Six Saddle Dams and Associated Work

 

Project ID . . .

Mon, Sep 07 2026 4:10 PM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSION OF INTEREST

Procuring Entity

Ministry of Water and Energy of Afghanistan (MEW)

Funded By

Ministry of Finance of the Islamic Emirate of . . .

Back to announcements

User account menu