د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت د مبارکۍ پيغام.

MEW-Media
741

د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت د مبارکۍ پيغام.

د ملګرو ملتونو د عمومي ټولنې د پرېکړې له مخې د می ۳مه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ نومول شوې او دا ورځ په ملي او نړیواله کچه نمانځل کېږي.

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالې ورځې د نمانځنې اصلی موخه دا ده چې حکومتونه او ملتونه یو ځل بیا د مطبوعاتو آزادۍ ته خپل ژمنتیا نوې او تر پخوا لا پیاوړې کوي. همدارنګه مطبوعات هم خلکو ته د دقیقو، بې پرې او کره معلوماتو په رسولو کې خپله مسلکي ژمنتیا نوې کوي.

د مطبوعاتو آزادي د افغانستان په اساسي قانون او همدارنګه ټولیزو رسنیو او نورو نافذو قوانینو کې تضمین شوېده. په تېرو شلو کلونو کې د نورو لاسته راوړنو څخه زموږ یوه لویه لاسته راوړنه د بیان او مطبوعاتو ازادي او اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی دی او په دغه برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی.

د ملي او نړیوالو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو څخه مې هیله دا ده چې د هېواد په دې حساسو شرایطو کې خلکو ته دقیق او بې پرې معلومات ورسوي تر څو معلوماتي خلا را منځته نشي.

په پای کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبري د هېواد ټولو خبریالانو او د رسنیو نورو کارکوونکیو ته د می درېمې – مطبوعاتو نړیوالې ورځې مبارکي وایي او دوی ته د اطلاع رسونې په چارو کې د لا ډېرو بریاوو هیله کوي.

په درنښت

انجنیر خان محمد تکل

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس

Latest announcements

Thu, Sep 04 2025 12:21 PM
Background image

Clarification about Electrification of Qush Tepa and Darzaab Districts of Jawzjan Province Project (Design Build).

Project Name: Electrification of Qush Tepa and Darzaab Districts of Jawzjan Province Project (Design Build)

Invitation No: NPD/MoWE/1404/ICB/W-2042                                      . . .

Wed, Aug 23 2023 12:47 PM
Background image

IMPORTANT NOTICE 

To all audiences and mass media!...

Wed, Dec 28 2022 3:22 PM
Background image

Awareness message ⚠🚿💭

Estimates of water level rise...

Back to announcements

User account menu