د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت د مبارکۍ پيغام.

MEW-Media
741

د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت د مبارکۍ پيغام.

د ملګرو ملتونو د عمومي ټولنې د پرېکړې له مخې د می ۳مه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ نومول شوې او دا ورځ په ملي او نړیواله کچه نمانځل کېږي.

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالې ورځې د نمانځنې اصلی موخه دا ده چې حکومتونه او ملتونه یو ځل بیا د مطبوعاتو آزادۍ ته خپل ژمنتیا نوې او تر پخوا لا پیاوړې کوي. همدارنګه مطبوعات هم خلکو ته د دقیقو، بې پرې او کره معلوماتو په رسولو کې خپله مسلکي ژمنتیا نوې کوي.

د مطبوعاتو آزادي د افغانستان په اساسي قانون او همدارنګه ټولیزو رسنیو او نورو نافذو قوانینو کې تضمین شوېده. په تېرو شلو کلونو کې د نورو لاسته راوړنو څخه زموږ یوه لویه لاسته راوړنه د بیان او مطبوعاتو ازادي او اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی دی او په دغه برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی.

د ملي او نړیوالو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو څخه مې هیله دا ده چې د هېواد په دې حساسو شرایطو کې خلکو ته دقیق او بې پرې معلومات ورسوي تر څو معلوماتي خلا را منځته نشي.

په پای کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبري د هېواد ټولو خبریالانو او د رسنیو نورو کارکوونکیو ته د می درېمې – مطبوعاتو نړیوالې ورځې مبارکي وایي او دوی ته د اطلاع رسونې په چارو کې د لا ډېرو بریاوو هیله کوي.

په درنښت

انجنیر خان محمد تکل

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس

نوي اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د پوهاوي پیغام ⚠️🚿📢💭🚦

د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې له ۲۸ نېټې څخه تر ۲۹ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د اقلیمي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

د پوهاوي پیغام ⚠️🚿📢💭🚦

د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې له ۲۲ نېټې څخه تر ۲۳ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د اقلیمي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۶:۱۵
Background image

د پوهاوي پیغام ⚠️🚿📢💭🚦

د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې له ۱۴ نېټې څخه تر ۱۵ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د اقلیمي . . .

Back to announcements

User account menu