په فراه ولایت کې د خواجه احمد عليا د کانال او سربند پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

MEW-Media
985

په فراه ولایت کې د خواجه احمد عليا د کانال او سربند پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا پروژه د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې لخوا د هندوستان هيواد په مالي مرسته د ځمکې د سطحې اوبو مديريت، زراعتي ځمکو زياتوالي او د خلکو لپاره د کار زمينې برابرولو په موخه په فراه ولایت کې تطبيق شوه.

د دې پروژې په تطبيق سره ۶۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه تر اوبخوړ لاندې قرار نيسي او ۴۰۰ کورنۍ به له هغې ګټه پورته کړي.

د اوبو چارو د تنظيم ملي اداره

User account menu