په بدخشان ولایت کې به د فرهاد کانال جوړولو سره تر ۱۷۰۰ هکټارو څخه زیاته ځمکه خړوبه شي.

په بدخشان ولایت کې به د فرهاد کانال جوړولو سره تر ۱۷۰۰ هکټارو څخه زیاته ځمکه خړوبه شي.
د ۱۵ کیلو متره طول په لرلو سره د فرهاد کانال بیا رغونې پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د آسیا پراختیايي بانک او اروپا اتحاديې (ADB + EU) په مالي مرسته د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې تطبیق کیږي.
د دې پروژې موخه د اوبو مدیریت، اوبولګول او کرنیزو ځمکو زیاتونه ده، چې په تطبیق سره به یې د بدخشان ولایت خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره