پکتیکا ولایت کې د څه باندې 12 میلیونه افغانیو په لګښت د یوه خاورین بند د جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

mew-admin
1

د پکتیکا ولایت په شخیل آباد ولسوالي کې د څه باندې 12 میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه خاورین بند د جوړولو د بنسټ ډبره د پکتیکا والي محترم الحاج ملا عبدالخالق عابد، د پکتیکا مرستیال والي الحاج مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د ګومل پکتیکا سیندیزې فرعي حوزې رئیس قاري فتح محمد ذاکر او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو، علماوو او قومي مشرانو په شتون کې کیښودل شوه.

د یاد بند د پرانیستو په مراسمو کې د پکتیکا والي دغه پروژه د پکتیکا ولایت د اوسیدونکو لپاره یوه حیاتي پروژه وبلله او د لا زیاتو پروژو د پلي کولو ډاډ یې ورکړ.

یاد بند د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د ګومل سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د 120 مترو په اوږدوالي، د 56 مترو په سور او 10 مترو په لوړوالي سره د شپږو میاشتو په موده کې جوړیږي، چې د 100 زره متره مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا به ولري.

User account menu