د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم په کاپیسا ولایت کې د ۱۲ پروژو سروې ترسره کوي
د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم کاپیسا ولایت ته د نوموړي ولایت په مرکز او تګاب، آله سای، نجراب او لومړۍ حصې ولسوالیو کې د ۱۲ پروژو د تخنیکي سروې په موخه سفر وکړ.
همدارنګه نوموړي تخنیکي ټیم کاپیسا ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې له رئيس محترم انجنیر کاوه خروش سره وکتل.