کندز ولایت کې د میرآب سیسټم رسمي کیږي

mew-admin
Wed, Apr 30 2025 4:09 PM
1

د پنج آمو عمومي حوزوي رئیس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت ارچې ولسوالي ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړې ولسوالي له ولسوال محترم مولوي عصمت الله اسامه او قومي مشرانو سره وکتل او د میرآب سیسټم د رسمي کېدو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس په دغه ناسته کې د میراب سیسټم د رسمي کېدو په هکله اړین معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

په ورته مهال، د نوموړې ولسوالي ولسوال او قومي مشرانو د میرآب سیسټم د رسمي کېدو په برخه کې د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس ته د همکاري ډاډ ورکړ.

User account menu