د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پاشدان بند د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

MEW-Media
Wed, Jul 23 2025 11:49 AM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل د هرات والي محترم شیخ نوراحمد اسلام‌جار، د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د پاشدان بند د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته يې اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې، او پاتې چارې به یې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

پاشدان بند د ۵۴ میلیون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو، دوه میګاواټه برېښنا تولید او ۱۳ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

User account menu