ارزګان ولایت کې د لبلان کانال د اکویډکټ پروژې چارې ۹۸ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
Mon, Sep 15 2025 1:27 PM
1

د ارزګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤولینو د دغه ولایت په دهراود ولسوالي کې د لبلان کانال اړوند د اکویډکټ پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسؤولینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې د جوړولو چارې د اېف، اې، او مؤسسې په مالي ملاتړ د ارزګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې اوس مهال یې چارې ۹۸ سلنه پرمخ تللې دي.

او همدارنګه د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالي کې د اېف، اې، او مؤسسې په مالي ملاتړ د ترک کانال د سیفون پاک کاري تر ۲۰۰ مترو پورې او د کانال د پاک کاري او د سیفون په عرض باندې د استنادي دېوالونو د جوړولو چارې هم دوام لري.

User account menu