سمنګان ولایت کې د اوبو په برخه کې درې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

MEW-Media
Mon, Oct 20 2025 8:50 AM
۱

د سمنګان ولایت د مرکز، ایبک اړوند د تسمې چکډم، د ظهرابي کانال د محافظتي دېوال او په بنسټیز ډول د ۲۲ متره د ترمیم پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړی چکډم د ۱۳ متره اوږدوالي په درلودلو سره د ۴۰۰۰ متره مکعب اوبو په وړتیا جوړ شوی او د نوموړي کانال محافظتي دېوال د ۱۲ متره او ترمیم یې د ۲۲ متره په اوږدوالي سره ترسره شوی، چې ۲۲ زره او ۵۰۰ کسان ورڅخه ګټه پورته کوي.

نوموړې پروژې د اکتید موسسې په مالي لګښت د سمنګان د اوبو او انرژي ریاست په همغږي سره پلې شوې دي.

 

ت.

User account menu