هلمند ولایت کې د اوبو اړوند یو شمېر تخنیکي کړنلارې او برنامې تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شوې
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د اوبو د څارنې او ارزونې ریاست مسؤلینو هلمند ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال، د اوبو سکتور پورې اړوند یو شمېر پلې شوې کړنلارې، برنامې او روان فعالیتونه د کیفیت ارزونې، په چارو کې د روڼتیا د تامین، د شته ستونزو او ننګونو د پېژندنې او د کاري بهیر د لا اغېزمنتیا لپاره د اصلاحي وړاندیزونو د وړاندې کولو په موخه تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول.
همدارنګه، نوموړو مسؤلینو د هلمند د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو ته د چارو د سمون او ښې همغږۍ په موخه اړینې تخنیکي او مسلکي لارښوونې وکړې.
