فاریاب ولایت کې د اجریم غلبلې چکډم پروژه د څه باندې ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

MEW-Media
Mon, Jan 12 2026 9:49 AM
1

د فاریاب ولایت په المار ولسوالي کې د اجریم غلبلې چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۲۲ زره او ۷۹۰ افغانیو په لګښت بشپړه او د فاریاب د اوبو او انرژي رئیس محترم مولوي محي الدین مبارز او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري یوه کورني شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی وو، چې څارنه یې د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو له لوري ترسره کېده.

دغه پروژه به د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لامل او همدارنګه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره هم زمینه چمتو شي.

User account menu