لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړې پروژې چارې چې د خوړو او کرنې مؤسسې په مالي لګښت د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۷ سلنه بشپړې شوې، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي.
