پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
Tue, May 05 2026 4:23 PM
1

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

دغه پروژه د سېلابونو د مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه پلي کېږي.

User account menu