په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۴۲ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل
د غزني ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د یادې پروژې چارې چې د بند په بېلابېلو برخو کې روانې دي، تر اوسه پورې ۴۲ سلنه بشپړې شوې دي.
