نوې او انجیل ویالو د چاپېریال ساتنې ستونزو د کمېټې د جوړولو په موخه ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د هرات والي محترم مولانا شیخ الحدیث نوراحمد اسلام جار د هدایت پر بنسټ د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مفتي سردار ولي مزمل تر مشرې لاندې د کرنې، ښارجوړونې، اطلاعاتو او کلتور، عامي روغتیا، ټولګټو، انجیل ښاروالي، امنیه قومانداني او چاپېریال ساتنې ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د اړینو اندونو تر تبادلې وروسته، پرېکړه شوه چې د دواړو ویالو زیانمنیدونکي سیمې سروې او د اوبو سرچینو د ککړونکو کره آمار دې راټول شي.
