ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د تفصیلي ډېزاین او امکان سنجي مطالعې د ترسره کولو پروژه پرانیستل شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۴:۵۴
1

دغه پروژه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د ارزګان والي الحاج مولانا عنایت الله شجاع، د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار ‌ډاکټر فاروق اعظم، د ملي پراختیا شرکت مرستیال مولوي عبدالولي عادل، د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو او د ارزګان ولایت ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دغې پروژې د پرانیستي پرمهال په اوسني شرایطو کې د اوبو د مدیریت اهمیت ته اشاره وکړه، د دغې پروژې پلي کول یې د اوبو مدیریت، د زراعت او د اقتصاد د پراختیا لپاره ارزښتمن ګام وباله.

په همدې حال کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د آغاجان بند پروژې په پرانیست غونډه کې څرګنده کړه چې سربېره پر دې پروژې، په نږدې راتلونکي کې به درې نورې پروژې هم چې د سولري برېښنا تولید، د کجکي له بند څخه د بریښنا د لین لېږد او د شفلوغ بند جوړول پکې شامل دي، په ارزګان ولایت کې د اوبو او انرژي وزارت له لورې پیل شي.

له بلې خوا د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، اوبه د الله تعالی بې بدیله نعمت وبالۀ او ټینګار یې وکړ چې اوبه په اوسنیو حالاتو کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمنې دي.

د یادونې وړ ده چې په ارزګان ولایت کې د آغاجان بند پروژه د اوبو مدیریت، د زراعتي ځمکو د خړوبولو په موخه پلي کېږي،  چې دغه بند د څه د پاسه د ۷۰ میلیونه متر مکعبه د اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې ۷ زره هکتاره زراعتي ځمکه به د خړوبولو لاندې ونیسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۱۷
Background image

هلمند ولایت کې د اوبو په برخه کې یوه پروژه د څه باندې ۴۰۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

د هلمند ولایت د مرکز، لښکرګاه اړوند د هلمند سیند پر غاړه د بست کلا سیمه کې یوه پروژه د ۴۱۶ زره آمریکایي ډالرو په لګښت چې پکې د خاري او بست کلا اوبو لګولو کانالونو د ټینګښت ۶۷۰ متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۶:۱۵
Background image

د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت الکترونیکي سیسټم پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دغه سیسټم د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتي ټکنالوژي ریاست له لوري د اوبو سرچینو د غوره مدیریت، څارنې او د معلوماتو د ډیجیټال سازي په موخه جوړ شوی، چې د یوې ناستې په ترڅ کې د اوبو معین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

غور ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غور ولایت د تیورې ولسوالي په آنه کلي کې د آنه چکډم پروژه د ۲ میلیونه، ۴۳۵ زره او ۷۵۰ افغانیو په لګښت بشپړه او د ولایت مقام د استازي، د غور د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم او یو شمېر. . .

بیرته تګ

User account menu