ارزګان ولایت کې د چلم جای چکډم چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللې دي
د ارزګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چلم جای چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړي چکډم چارې چې د آی. سي. آر.سي موسسې په مالي لګښت د ارزګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، ۷۰ سلنه پرمخ تللې دي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
همدارنګه په دغه پروژه کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.