اوبو او انرژي وزارت کې د میلاد النبي (ص) ورځ و لمانځل شوه.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۱۵:۵۲
1

د اوبو او انرژي په مسجد کې د میلا النبي (ص) ورځ د ماسپښین لمانځه وروسته د وزارت د ټولو مسؤلینو او کارمندانو په شتون کې و لمانځل شوه.

په یاد پروګرام کې، د حضرت رسول اکرم(ص) د زوکړې له ورځې څخه د سورة یس شریف په تلاوتولو، د پیغمبر(ص) د سیرت او ژوند په هکله د ویناوو په وړاندې کولو سره، د آنحضرت(ص) د فضایلو او د نعت شریف په ویلو سره ولمانځل شوه.

د پروګرام په پيل کې، د یس شریف مبارکه سوره د اوبو او انرژي وزارت د ملا امام ښاغلي مولوي سید هارون له خوا تلاوت شوه.

وروسته،  د برېښنا د څارنې او ارزونې رئيس ښاغلي مولوي محمد رسول جواد د پيغمبر(ص) د ژوند د پړاوونو( میلاد، بعثت او هجرت) په هکله په لنډه توګه خبرې وکړي او ټول کارمندان یې د اسلام د تاریخ مطالعې او د پیغمبر(ص) د سنتونو پيروي ته وهڅول.

د پروګرام په دوام کې، د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مولوي ګل الرحمن عارف د پیغمبر(ص) د فضایلو او د درود شریف د ارزښت په هکله خبرې وکړې او د خدای(ج) څخه یې د پيغمبر(ص) د سنت او سیرت سره سم د عمل غوښتنه وکړه.

په پای کې یاد پروګرام د ذکر په ویلو او د پیغمبر(ص) د سنتونو د عملي کولو په غوښتلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu