اوبو او انرژي وزارت کې د یوه کړۍ څېړنیز څاه د کېندولو چارې پيل شوې
د اوبو او انرژي وزارت په انګړ کې د یوه کړۍ څېړنیز څاه د کېندولو چارې د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی ثاني، د اطلاعاتو او نشراتو رئيس ښاغلي غلام جیلاني حق پرست، د اداري رئيس ښاغلي مولوي حمیدالله دلاور، د کورني تفتیش رئيس ښاغلي مولوي عزیزالله سهار او یو شمېر نورو رئيسانو او د وزارت د مسؤلینو په شتون کې پیل شوه.
یاد څاه د ځمکې لاندې اوبو د وضعیت دڅېړلو په موخه د څومره والي او څرنګوالي له پلوه او له هغې څخه د څېړنو په موخه د هغه زده کړیالانو لپاره چې له پوهنتونونو څخه دې وزارت د پرکتیک دورې د ترسره کولو لپاره د ځمکې لاندې اوبو د څېړنو په څانګه کې معرفي کېږي، کېندل کېږي.
د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د اوبو او انرژي وزارت په انګړ کې یو کړۍ څېړنیز څاه د ځمکې لاندې اوبو د وضعیت د څېړلو په موخه کېندل شوی وو.
