اوبو معینیت کې د سترو پروژو د مدیریت ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۶ - ۱۶:۳۱
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د رئيسانو او سترو پروژو د مدیرانو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د پروژو مدیرانو د خپلو کړنو او اجراآتو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د سترو پروژو د وضعیت، ستونزو او د هغوی د حل په هکله یې د اوبو له معین سره معلومات شریک کړل.

د اوبو ښاغلي معین د پروژو د مدیرانو د راپورونو تر څیړلو وروسته د یادو پروژو د حل او ښه مدیریت په برخه کي د اړتیا وړ تخنیکي سپارښتنې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئيس له سېلاب‌ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئيس او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو له سېلاب‌ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د وروستیو اورښتونو له کبله سېلابونه را وتلي، چې یو شمېر کسان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

بیرته تګ

User account menu