اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې لوی ریاست د جایکا کانسپټ نوټ نهايي کولو او د څارنې او ارزونې ریاست راپور کتنې په موخه جلسه ترسره کړه.

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۵:۵۶
2222

اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې لوی ریاست د جایکا کانسپټ نوټ نهايي کولو او د څارنې او ارزونې ریاست راپور کتنې په موخه جلسه ترسره کړه.

دا جلسه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادراې د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې لوی ریاست رئیس ښاغلي محمد شریف علیزي تر رهبرۍ لاندې د دې لوی ریاست اړونده رئیسانو او همکارانو د جایکا کانسپټ نوټ نهایي کولو په موخه د لازیاتو همغږیو، د څارنې او ارزونې ریاست راپورنو او نورو اړونده چارو په اړه ترسره شوه.

په دې جلسه کې ښاغلي علیزي د پورته موضوعاتو علاوه، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د کارمندانو دندو لایحو د تصحیح په اړه هم بحث وکړ، د دندو د تقسیماتو ترڅنګ د چارو د ښوالي په موخه لازم هدایات ورکړه.

ښاغلي علیزي ټینګار وکړ چې د ټولو کارمندانو د دندو لایحې باید صحیح او تر بیا کتنې لاندې ونیول شي، ترڅو د هر کارمند کاري مسیر معلوم او د دندو تداخل څخه مخنوی وشي.

همدا شان په دې جلسه کې ګډونوالو د جایکا کانسپټ نوټ نهایي کولو په اړه بحث وکړ، او د هغې په جوړونه کې د همغږۍ رامنځته کولو او د پلان، پالیسي، څارنې او ارزونې لوی ریاست اړوند نور چارو په اړه یې ډاډ څرګند کړ.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۹
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې د اوبو د پراختیایي پروژو په برخه کې شاوخوا ۶۷ میلیونه افغانۍ مصرف کړې دې

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ۱۴۰۴ هـ ل کال د لاسته راوړنو او د ۱۴۰۵ هـ ل مالي کال د پلانونو راپور د "ښاري خبرو اترو" په یوه ولسي غونډه کې وړاندې کړ.

په دغه غونډه کې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۴۱
Background image

پروان ولایت کې د بالاغیل سیمې د سیفون او سیلبر د بیارغونې او پاکاري چارې پیل شوې

د چاریکار ښار اړوند د بالاغیل سیمې سیفون او سیلبر چې د تېرو شلو کلونو راهیسې د سېلابونو د را وتلو له امله تړل شوی وو، د بیارغونې او پاکاري چارې یې د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۵
Background image

لغمان ولایت کې د یوه سربند، کانال او محافظوي دېوال پروژه د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالي د کهنه‌پال درې په سیمه کې د یوه سربند، کانال او محافظوي دېوال پروژه د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي شیرجان راشدي او. . .

بیرته تګ

User account menu