بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې روانې دي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي
بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي، د بغلان سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې د امارتي ادارو او مؤسساتو په ګډ مالي لګښت او امکاناتو سره پرمخ وړل کېږي.
