بلخ ولایت ته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د تخنیکي مرستیال کاري سفر.
بلخ ولایت ته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د تخنیکي مرستیال کاري سفر.
د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري بلخ ولایت ته په یو رسمي سفر کې چې د یادې ادارې د اوبو د تنظیم عمومي رئيس انجنیر نعیم الله سالارزي؛ د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس انجنیر عصمت الله عصمت، د بلخ سیندیزې حوزې رئيس انجنیر احمدشاه راسخ یې ملتیا کوله په دغه ولایت کې له ولایتي مسؤلینو سره د لیدنو تر څنګ، د اوبو مدیریت یو شمېر پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې او همدارنګه یې د سیمې د خلکو ستونزې واورېدلې.
ښاغلي بصیري په دغه سفر کې د بلخ ولایت ولایتي مسؤلینو، ولسونو، په دغه ولایت کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ولایتي ریاستونو او نورو بنسټونو سره د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو په اړه بېلابیلې لیدنې وکړئ او ډاډ یې ورکړ چې متوازنې پراختیا ته په کتو به په راتلوونکي کې دغه ولایت ته ځانګړې پاملرنه کیږي او تر څنګ یې د بلخ ولایت ولسونو څخه وغوښتل تر څو د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې له تخنیکي ټيمونو او انجنیرانو سره همکاري وکړي.
په دغه لیدنو کې د بلخ ولایت ولسونو د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له کړنو او فعالیتونو قدرداني وکړه او بلخ ولایت ته یې د دغې ادارې د تخنیکي مرستیال د راتګ هر کلی وکړ او د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي بصیري د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت له شادیان تنګي څخه لیدنه وکړه او د بلخ ولایت د ولایتي شورا رئيس په ګډون یې د دغه سیمې ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په راتلوونکي پنځه کلن پلان کې به د"شادیان بند" جوړ شي.
په دغه سفر کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري په بلخ ولایت کې د شاه و ګدا او باغ پهلوان کانالونو سربند افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپاره او د هغه سیمې ولسونو ته یې ډاډ ورکړ چې د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره به په راتلوونکي کې دې ته ورته ډيرې پروژې په دغه ولایت کې تطبیق کړي.
ښاغلي بصیري او ښاغلي سالارزي په دغه سفر کې د شمال سیندیزې عمومي حوزې او د بلخ ولایت سیندیزې حوزې له ریاستونو، انجنیرانو،دمتخصیصینو او کارکوونکو څخه لیدنه وکړه، د دوئ ستونزې یې واورېدې او د مرکزي ادارې په استازیتوب یې د هر ډول همکارۍ او پاملرنې ډاډ ورکړ.
ښاغلي بصیري د یادو حوزو رئيسانو ته هدایت ورکړ چې له دې وروسته دې د پروژو سروې او نور تخنیکي موضوعات د یادو حوزو انجنیران پر مخ وړي ځکه اوس په حوزو کې انجنیران د دې وړتیا لري چې چارې په خپله پر مخ یوسي؛ همدارنګه دې ټولې پروژې په خپله ډيزاین کړي او همدارنګه د دوئ له چارو نظارت وکړ.
همدارنګه ښاغلي بصیري د قدیم سربند او کانال د کنټرولي دروازو د نصبولو لپاره د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ اوسیدونکو سره وکتل او هغوئ ته یې ډاډ ورکړ چې دغه ستونزه به حل شي او په راتلوونکي پلانونو کې د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې دغه ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه کیږي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
