تخار ولایت کې د پنج آمو سیند د څنډو د تحکیماتو د لومړي لاټ(برخې) پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۹:۴۴
1

د تخار ولایت د ینګي قلعې ولسوالي په یتیم تپه کلي کې د پنج آمو سیند د څنډو د تحکیماتو د لومړۍ برخې پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي.

نوموړې پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري یوه داخلي شرکت ته د(۳۳،۱۱۸،۵۴۴) درې دېرش میلیونه، یو سلو اته لس زره، پنځه سوه او څلور څلوېښت افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکړل شوی، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ګڼ شمېر استوګنیزکورونه او بڼونه د پنج آمو سیند له ویجاړیو څخه خوندي شي او همدارنګه به سلګونه جریبه ځمکه د کرهڼې لپاره چمتو شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۰
Background image

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی د "برېښنا صنعت" تر سرلیک لاندې ۲۵ نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه ایران هېواد ته په سفر ولاړ

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی چې پکې محترم مولوي عبدالرحمن رحماني، د پایدارې انرژي عمومي رئيس، محترم انجنیر محمد اسماعیل عمار مموزی، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي رئيس او محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۸
Background image

پکتیکا ولایت کې د تنګي پر سیند باندې درې سټاف ګیچونه د نږدې ۵۰ زره افغانیو په لګښت نصب شول

د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هغه ولایت د برمل ولسوالي په مندرخېلو کلي کې د تنګي پر سیند باندې درې سټاف ګیچونه د ۴۶ زره او ۲۴۰ افغانیو په لګښت نصب کړل.

د یادونې وړ ده، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۸:۴۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ترک کانال د پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالي اړوند د ترک په سیمه کې د ترک کانال د پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي.

د نوموړې پروژې چارې د ایف، اې، او موسسې په مالي ملاتړ د ارزګان د اوبو او انرژي. . .

بیرته تګ

User account menu