خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونسکو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د یونسکو له مسؤلینو سره وکتل.
یاده ناسته د کاریزونو د پاک کاري د پروژو د ارزونې په موخه ترسره شوه.
خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونسکو هڅې وستایلې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
همداراز د یونسکو مسؤلینو د خوست ولایت د اوبو او انرژي ریاست انجینرانو په ملتیا د پروژو له ساحې څخه هم لیدنه وکړه.
